د افغانستان تاریخ لیکونکې مېرمنې چی په کاري ساحه کې لومړي وې
په افعانستان کې سربیره د شته محدودیتونو سره هم داسې میرمنې شتون لري او درلود یي چی د ډیرو خطرونو په منلو سره د لومړی ځل لپاره په بیلابیلو دولتي او غیر دولتي پوستونو کې په کار کولو توانیدلی او ځلیدلي.
دا په زړه پوری هڅې او په خورا دودیزه او تړلې ټولنه کې د لوی خطرونو منل د دې لامل شوي چې نن ورځ میرمنې په ټولو سکتورونو کې په ځانګړي توګه په سیاست او حکومتدارۍ کې د نه منلو وړ حقیقت په توګه ومنل شي.
1) د افغانستان لومړۍ ښځینه وزیره
کبرا نورزۍ په ۱۹۳۲ کال کې په کابل کې زیږیدلې. مېرمن نورزۍ د ملالۍ عالی لیسې څخه فارغ شوی او خپل لیسانس یې د کمپیوتر ساینس په برخه کې پشپړ کړل او د خپلو لا زیاتو زده کړو لپاره د فرانسې په لوړ روانه شو. آغلې نورزۍ په هغه وخت کې د صحت لومړی وزیرې په ټوګه وټاکل شوه سربیړه له دې آغلې نورزۍ د محمد هاشم خان میوند د کابینې غړې په توګه هم کار ترسره کړی ده.
2) د افغانستان لومرۍ ښځینه خبریاله
اسما رسمیه طرزیی په افغانستان کې لومړۍ ښځینه خبریاله ده. آغلې طرزي خپلی زده کړي په خارج کې بشپړي کړې. مېرمن رسمیه په ۱۹۲۱ کال کې کې د ښځو نشریه لارښود په نوم د افغانستان د مجلې مدیر شوه.
3) د افغانستان لومړۍ ښځینه نطاقه
لطیفه سراج لومړنۍ افغانه ښځه ده چې د لومړي ځل لپاره یې په راډیو افغانستان کې خپل غږ نشر کړ. میرمن سراج د حبیب الله خان مشر زوی سردار عنایت الله خان لور ده. اغلې سراج تر ۱۳۵۸کال پورې په افغانستان کې د خبري نظاقې په توګه کار وکړ ، کله چې هغه متحده ایالاتو ته وتښتیده. هغه د لسو کلونو لپاره په متحده ایالاتو کې د VOA راډیو فارسي برخې کې د نطاقې په توګه هم کار کړی دی.
4) د افغانستان لومړۍ ښځینه پیلوټه
نیلوفر رحماني په ۱۳۷۰ کال کې په افغانستان کې زیږیدلې. رحمانی په خيلې زړورتیا او هوښیارتیا سره ، وتوانید چې په ۲۰۱۰ کې د افغان هوایی ځواک پیلوټ روزنې کورس ته دننه شي. میرمن رحماني په ۲۰۱۲ کې د متحده ایالاتو له پوهنتون څخه د افسرۍ رتبې څخه فارغ شوې. هغه په نړۍ کې د ترټولو ښکلې ښځینه پیلوټ په توګه پیژندل شوې او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت څخه یې د زړورې میرمنې جایزه هم ګټلې ده. مېرمن رحماني اوس د اردو په هوايي ځواک کې کار کوي.
5) د افغانستان لومړۍ ښځینه څارنواله
اغلې ماریا بشیر په عایشه دراني لیسه کې خپلې لومرنې زده کړی کري او په ۱۹۹۱ کال کې د کابل پوهنتون د حقوقو په ښوونځي کې د قضا ااو څارنوالۍ له څانګې څخه فارغه شوې. اغلې ماریا بشیر د افغانستان لویه څارنواله وه. هغه د لویې څارنوالۍ په دفتر کې د جنايي تحقیقاتو د څارنوالۍ د دفتر د مسلکي غړي په توګه درې کاله کار وکړ او بیا یې په هرات ولایت کې تر ۲۰۰۶ کال پورې خدمت وکړ تر هغه چې د هرات د استیناف څارنوالۍ د رییس په توګه یې کار پیل کړ. دې پوسټ ته د هغې ټاکنه په افغانستان کې د میرمنو لپاره لوړې هیلې راپورته کړې.
6) د افغانستان لومړۍ ښځینه والي
مېرمن حبیبه سرابي په افغانستان کې لومړۍ ښځینه والي ده. اغلې سرابي په افغانستان کې یو له اوسنیو جدي سیاسي شخصیتونو څخه ده او د غزني ولایت څخه ده. حبیبه سرابي د کابل د طبي علومو له پوهنتون څخه فارغه شوې او د څو کلونو لپاره یې په پوهنتون کې د پروفیسر په توګه کار کړی دی. مېرمن حبیبه سرابي په ۱۳۸۴ کال کې د ولسمشر کرزي له خوا د بامیانو والي وټاکل شوه.
7) د افغانستان لومړۍ ښځینه ښارواله
اغلې عذرا جعفري لومړنۍ افغانه ښځه ده چې د افغانستان د یوه ولایت د ښاروالې په توګه دنده ترسره کړي ده.آغلي جعفري خپلې زده کړي د قابله ګۍ په برخه کې د پوهنتون زده کړې د لیسانس تر کچې دوام ورکړ او په ۲۰۰۸ کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي لخوا د دایکندي ولایت ښارواله وټاکل شوه.
8) د افغانستان لومړۍ مډال ګټونکې مېرمن
سومیه غلامي په افغانستان کې لومړۍ ښځینه مډال ګټونکې ده. آغلې غلامي ، د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې غړې ، د جنوبي اسیا په لوبو کې د سرو زرو مډال وګاټه. دا تکواندو ښځه لومړۍ میرمن وه چې د تکواندو په سپورت کې له بهرنیو سیالیو څخه زموږ د هیواد لپاره د سرو زرو مډال ګټي.
استقاده از مطالب آن با ذکر منبع بلامانع است.