برېښنا " تڼۍ": ډېره هڅه کوم، چې د بېوزلو کورنیو اولادونو ته زده کړه ورکړم
افغانستان داسې یو هېواد دی، چې په کې د ځینو ناخوالو او ستونزو له کبله د ښځینه زده کوونکو شمېر لږ دی او له دې ورها خوا بیا د ښځینه ښوونکو شمېر خو ډېر کم دی، له همدې امله ډېری کورنۍ یا خو د نجونو له زده کړو سره په کلکه مخالفت کوي او یا هم یې تر شپږم ټولګي پورته زده کړو ته نه پرېږدي.
خو داسې کورنۍ هم شته، چې د خپلو خویندو او لورګانو د پرمختګ لپاره د دې دودیزو ناخوالو په وړاندې لکه د غر په شان ملاتړ ته ولاړې دي، چې له برکته یې نه یواځې د دوی خویندې او لورګانې، بلکې د ټولنې نورې ښځینه غړې هم د علم او پوهې په زېور سمبالې شوې دي.
موږ هم تاسو ته یوه داسې افغانه پېغله درپېژنو، چې د علم او پوهې په ډګر کې له خپلې کورنې منندویه ده او خپل پرمختګ د دوی د بې ساري ملاتړ لامل بولې.
دا نجلۍ برېښنا " تڼۍ" نومېږي، په کابل کې زیږېدلې او همدلته یې د لېسانس تر کچې خپلې لوړې زده کړې ترسره کړې دي.
هغه تر دې وروسته د چین هېواد ته مساپره شوه او هلته یې د درېیو کالو په ترڅ کې د نړیوال اقتصاد په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ، خو د علم او پوهې له زده کړې سره یې د زیاتې مینې درلودو له کبله زړه صبر ونه کړ او اوس دا دی بیا هم د اقتصاد په برخه کې د ډوکټورا کچې زده کړه کوي.
خو برېښنا چې کله د زده کړو او سواد په برخه کې د نورو افغان نجونو نیمګړتیاوې او د کورنیو له خوا یې پروړاندې سخت شرایط ویني، ډېره خپه کېږي هغه وايي، « په افغانستان کې دا یو څرګند حقیقت دی، چې ډېری کورنۍ په هېواد کې دننه د خپلو لورګانو او خویندو له زده کړو سره سمې جوړې نه دي، خو په نورو بهرنیو هېوادونو کې نه یواځې دننه، بلکې له کورونو او هېوادونو یې لرې هم په نورو ملکونو کې نجونو ته د تحصیل زمینه مساعده ده، زه غواړم چې یوه خبره خپلو وطنوالو ته وکړم، کله چې دوی خپلې خویندې او لوڼې نورو هېوادونو ته د زده کړې لپاره استوي، هلته د هغو هېوادونو خلک د افغانستان یا هم نورو غمځپلو هېوادونو زده کوونکو په ځانګړي ډول نجونو سره ډېر ښه چلند کوي او هغوی نور هم هڅوي، ترڅو د خپګان احساس ونکړي، د افغانانو دیني ارزښتونو، د خوراک مسایلو او نورو ستونزو په برخه کې ورسره ډېره مرسته کوي».
خو نوموړې وايي، چې په نورو هېوادونو کې د ډېرو افغان ځوانانو یواځینۍ ستونزې د افغان دولت بې پامي ده، ځکه د نورو هېوادونو ټول زده کوونکي او محصلین د خپل دولت له یو ځانګړي ملاتړ څخه برخمن دي.
له برېښنا څخه مو د کار او فعالیتونو په اړه یې وپوښتل، هغې وویل: «ما د افغان ټولنې په بېلابېلو برخو کې خپله ونډه اخیستې ده، که هغه رضاکارانه فعالیتونه وو او که خیریه، همداشان مې په افغانستان کې زیادتره د هغو کورنیو اولادونو ته چې اقتصادي ستونزې لري درس ورکړی، ما غوښتل دوی د پوهې له کاروانه لرې نه شي، داراز ما کله چې د کابل پوهنتون څخه د لېسانس سند ترلاسه کړ بیا مې په یوه خیریه دفتر کې په رضاکارانه ډول کار کاوه، هڅه مې دا وه چې له دې لارې له هغو کسانو سره مرسته وکړم، چې اقتصادي ستونزې لري، نو ما خپل معاش هغوی ته د کمک په شکل ورکاوه».
تڼۍ تل کوښښ کوي چې د خپلو فعالیتونو د له لارې د افغانستان خلکو ته ښه کار وکړي، له همدې امله یې په دې وروستیو کې افغانو نجونو لپاره داسې یو علمي مرکز جوړ کړی، چې په کې د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې بشپړ پوهاوی ترلاسه کړي.
هغه وايي، « لکه څرنګه چې ټولو ته څرګنده ده، چې د چین هېواد د اقتصاد په برخه کې یو پرمختللی هېواد دی او زه چې کله چین ته په علمي دوره تللې وم، نو سربېره پر زده کړو مې په سوداګرۍ کې عملي او تحقیقي تجربې او فعالینوته هم ترسره کړل، نو انشاءالله زما ټوله هڅه دا ده چې زده کړې تجربې به په افغانستان کې هغو ځوانانو په ځانګړي ډول هغو نجونو سره چې د سودا ګرۍ په برخه کې غواړي پرمختګ او زده کړې وکړي مرسته وکړم، تر څو دوی په بشپړ ډول د سوداګرۍ په برخه کې هم علمي او هم عملي زده کړې او پوهاوی ترلاسه کړي او دا به زموږ د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر ښه او لوی ګام وي».
برېښنا د سوداګریزو فعالیتونو په هکله له تساوي خبري آژانس سره خبرو کې وویل:« موږ کله چې د نړۍ د بېلیونرانو کېسې اورو، نو دا معلومېږي چې هغوی ټول له پلاره شتمن نه وو، همداشان هغه کار چې دوی یې په سوداګرۍ کې لوړو ځایونو ته ورسول، هغه د دوی عزم، اراده او ښه مدیریت او دقت وو، چې له صفر څخه لوړو ځایونو ته ورسېدل، نو ځکه ما سره هم د سوداګرۍ فکر پیدا شو او له دې لارې غواړم په افغانستان کې هم د نجونو مالي او عملي او تجربې مرسته کوونکې ووسم».
د برېښنا په شان ډېرې نجونې شته، چېغواړي په هره برخه کې خپلی لوړې زده کړې وکړي، خو د دې نجونو شمېر ډېر لږ او د ګوتو په شمار دی، خو دا چې لامل یې څه دی او برېښنا څنکه وکولی وشول د دې ګوتو شمار نجونو له ډلې څخه وي داسې وویل:« زما په نظر زموږ د هېواد ټول ځوانان ډېر تکړه، خواریکښ او د یو ځانګړي استعداد خاوندان دي، خو په خواشینۍ سره چې د افغانستان ناخوالو او بدبختیو د ځوانانو هڅې او هیلې متاثره کړې دي».
هغه زیاتوي، چې له بلې خوا اقتصادي او کلتوري یا بې ځایه دودیزې ستونزې د دې ځوانانو د پرمختګ د لارې خنډ ګرځېدلې دي، خو وايي ځوانان د یوې ټولنې د بدلون ډېره مهمه برخه ده، که چېرته دوی له دې ستونزو سره مقابله وکړي، نو وبه کولای شي د پرمختګ پر لور ګامونه اوچت کړي او هېواد مو د یو ښه بدلون شاهدان وي.
برېښنا " تڼۍ" یو ځل بیا هم پر خپلې زده کړې خوښي څرګندوي او وايي، ډېره نېکبخته ده، چې په یوې داسې کورنۍ کې زیږېدلې، چې له علم او پوهې سره ډېره مینه لري او پلار یې تل هڅولې، څو د علم او وطن د خدمت په لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
هغه زیاتوي، « یو دلیل چې زه غواړم خپل هېواد کې کار وکړم سره د دې چې ډېر ښه کارې فرصتونه را ته په بهر کې برابر دي، ولې زه د پلار او کورنۍ په سپارښتنه د هېواد د ځوانانو د پرمختګ او له دوی سره د مرستې لپاره غواړم چې خپله پوهه ورسره شریکه کړم او دا کار د خپل ژوندانه موخه وګرځوم».
په پای کې برېښنا وايي، چې تل د خپل هېواد پر زلمیانو او پېغلو ویاړي، په ځانګړ له هغو ځوانو نجوو ډېره خوشحاله ده، چې ټولو ستونزو سره سره بیا هم د خپلې کورنۍ لپاره د يو نارینه شان حلاله ډودۍ ګټي، خپل او د خپلې کورنۍ ستونزې حلوي او په دې سختو شرایطو کې د ښوونځيو او پوهنتونونو په لور روانې وي.
برېښنا " تڼۍ" همداشان، له ټولو کورنیو څخه هیله کوي، چې د خپلو اولادونو د پرمختګ لارې بندې نکړي، بلکې تل یې ملاتړ وکړي .
استقاده از مطالب آن با ذکر منبع بلامانع است.