بشز د سوداګرۍ او صنایعو خونه: د ښځو کارو بار ناامنیو اغیزمن کړی
تازه ها: .

د سوداګرۍ او صنایعو خونه: د ښځو کارو بار ناامنیو اغیزمن کړی

صدف احمدزی، ١٨ اسد ١٤٠٠، (٠نظر)

د مېرمنو د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چی د هېواد وروستیو ناامنیو د ښځو کاروبار ډېر اغېزمن کړی او ځینو ولایتونو کې د ښځو کار او سوداګري په ټپه درېدلې ده.
د مېرمنو د سوداګرۍ او صنایعو خونه دا خبري په داسې حال ووایي چې جګره د هېواد په ولایتونو کې روانه ده.
د افغانستان اقتصاد وزارت تېر کال ویلي و د هغو شرکتونو شمېر ډېر شوی چې مدیرانې او مالکانې یې ښځې دي او نږدې ۵۴ زره افغان مېرمنې خپل ستر او کوچني کاروبارونه لري.
دغه مېرمنې تر ډېره د جامو، خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو په تولیداتي برخه او یو شمېر په خدماتي چارو بوختې دي.
د کرنې او سوداګرۍ د سکټور په برخه کې د مېرمنو شتون په کورنیو کې د مېرمنو د پیاوړتیا او ځان ‏بساینې لامل کیږي‎.
د وروستیو ناامنیو له امله په هېواد کې نه یوازی چې د ښځو کارو بار اغیزمن کړي بلکه هېواد په بیلابیلو سمیو کې کارونه اغیزمن شوی دي.

اشتراک با دوستان: این صفحه را از طریق شبکه های اجتماعی با دوستان خود به اشتراک بگذارید.

درج نظر

نام
ایمیل
نظر:
لطفا قبل از ثبت نظر، کد زیر را در خانه خالی وارد کنید
کد امنیتی
ثبت نظر
کلیه حقوق مادی و معنوی این وبسایت محفوظ و متعلق به موسسه فرهنگی و اجتماعی تساوی می باشد.
استقاده از مطالب آن با ذکر منبع بلامانع است.
Design & Developed by: Momtaz Host