بشز نازیه " نوري": افغانې نجونې او ښځې باید د ښه ژوند لپاره قوي مبارزه ‏وکړي
تازه ها: .

نازیه " نوري": افغانې نجونې او ښځې باید د ښه ژوند لپاره قوي مبارزه ‏وکړي

هیله حکیمي، ٢٠ جوزا ١٤٠٠، (٠نظر)

نازیه هغه افغانه پېغله ده، چې د ژوند ډېره برخه یې زده کړې، ‏رضاکارانه فعالیتونو او ځوانانو لپاره کارکولو ته ځانګړې کړې ده.‏
هغې په خپل ژوند کې ډېر زحمتونه ګاللي، خو د همدې زحمتونو له ‏برکته هغه د ژوند لوړو پوړو ته رسېدلې او اوس د افغانستان له خوا د ‏سولې د نړیوال ځنځیر سازمان (‏Global Peace Chain‏) کې د سولې ‏سفیره ده.‏
نوموړې ماشومه وه، چې په هېواد کې داخلي جګړې پیل شوې‎ ‎‏ او له ‏همدې کبله دا او کورنۍ یې مجبوره شوه ګاونډي هېواد پاکستان ته کډوال شي.‏
نازیه وايي، هلته په یوه خصوصي ښوونځي کې تر درېیم ټولګي پورې ‏له زده کړې وروسته بېرته خپل هېواد ته راستنه شوه او کابل کې یې له ‏یوه دولتي ښوونځي څخه له فراغت وروسته د کابل پوهنتون شرعیاتو ‏پوهنځي ته بریالۍ او له همدې پوهنځي څخه یې د لېسانس سند ترلاسه کړ.‏
هغې خپلو زده کړو ته بیا هم دوام ورکړ او همدا تېر کال یې کابل کې ‏له یوه خصوصي پوهنتونه د نړیوالو اړیکو، سولې او ډیپلوماسۍ ‏په برخه کې ماسټري واخیسته او د ماسټرۍ دورې پایته رسېدو سره سم ‏یې د پاکستان هېواد د اسلام اباد د رفاه په نوم له پوهنتونه د ډیپلوماسۍ ‏عملي روزنې سند تر لاسه کړ.‏
نازیه " نوري" هغه افغانه نجلۍ ده، چې د خپلو زده کړو ترڅنګ یې د ‏سولې، افغان ځوانانو( نجونو او هلکانو) د ژوند پیاوړتیا او پرمختګ ‏په برخه کې تل هڅې کړې دي.‏
نوموړې د خپلو فعالیتونو په اړه د لازیاتو معلوماتو په ترڅ کې وویل،« ‏ما تل د افغان ښځو اوځوانانو لپاره دا چې څنګه دوی وکولی شي ‏پرمختګ وکړي، څنګه مېرمنې او ځوانان په ټولنه کې خپلو موخو ‏ته ورسېږي، نو د همدې لپاره مې په مختلفو فعالیتونو کې برخه اخیستې ده، چې په دې لړ ‏کې غواړم له ترسره شویو مختلفو ښوونیزو او روزنیزو حضوري او ‏پرلیکه (انلاین) ورکشاپونو څخه یادونه وکړم». ‏
اغلې نوري وايي، نه یواځې په ملي کچه، بلکې په نړیواله کچه يې هم ‏رضاکارانه فعالیتونه ترسره کړي، هغه وايي، « له دې فعالیتونو څخه ‏مې موخه دا وه او ده، چې وکولای شم خپله تجربه او علم د نورو مختلفو ډلو ‏ځوانانو سره شریک کړم او هم د هغوی له تجربو استفاده وکړم»‏‎.‎
نازیې په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د افغانو نجونو په استازیتوب د یوې ‏رڼې پروسې له لارې د سولې نړیوال ځنځیر (‏Global Peace Chain‏) سازمان کې د سولې د ‏سفیرې په توګه د ټاکل کېدو ویاړ هم ترلاسه کړ.‏
د یاد سازمان اصلي مرکز د امریکا په واشنګتن ښار کې دی او د ‏افغانستان په ګډون ډېر شمېر نورو هېوادونو کې څانګې لري.
خو دا چې د نوموړي سازمان موخه څه ده او نازیه په کې څه دنده ‏لري؟ له هغې یې اورو چې وايي، ‏« د سولې نړیوال ځنځیرسازمان موخه دا ده، چې د سولې دود په نړۍ ‏کې پیاوړی کړي او د متقابل درنښت او یو بل منلو اړیکې رامنځته ‏کړي».‏
نازیه زیاتوي، « زه هم په دې سازمان کې د سولې د سفیرې په توګه ‏دنده لرم، زموږ کار په دې سازمان کې  د خپلې ټولنې غوښتنو سره سم ‏فعالیتونو او د سولې خبرې اترې ترسره کول، د تاوتریخوالي او ‏افراطیت پروړاندې مبارزې لپاره بین الافغانی پیوستون، مینې، شفقت، ‏همغږۍ او زغم ته وده ورکول، د دغه نړیوال سازمان له لارې د ‏بشري حقونو دفاع کول، د خپل هېواد له ګوټ ګوټ څخه د ځوانانو غږ ‏پورته کول، د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر ته د سولې غوښتنې وړاندې ‏کول او د نړیوالې سولې نوښتونو او ټولنیزو پروژو ته وده ورکول ‏دي».‏
دغه راز، نازیه په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د ښځو نریوال سازمان له ‏خوا د (کوډ فور پیس) او په ۲۰۱۹ کې د یو اېن ډي پي له خوا د (اون ‏پیس) جایزې ګټلو لپاره د نړۍ په کچه د څو محدودو غوره نوماندانو په ‏ډله کې راغلې وه.‏


د نازیې په اند، افغانستان کې د ښځو لپاره د پرمختګ لارې او چانسونه ‏لږ او ستونزې او تاوتریخوالي زیات دي، چې په خبره یې هغه هم لکه ‏د نورو نجونو په شان له دې بدبختۍ مستثنی نه ده، خو وايي نجونې او ‏مېرمنې له دې ستونزو سره جدي مبارزې ته اړتیا لري.‏‎ ‎
هغه وايي، « دې مبارزې لپاره جرات او قوي عزم تر ټولو مهمه ‏موضوع ده، بل د کورنۍ مرسته او تشویق دی، ځکه ډېری افغانې ‏نجونې د کورنۍ له ملاتړ څخه بې برخې دي او نه شي کولی خپلو هیلو ‏ته ورسېږي».‏
کله مو چې د اغلې نوري د پرمختکونو د راز په هکله وپوښتل، نو ‏هغې وویل: « زما په نظر هر انسان یو ځانګړی استعداد او توانايي ‏لري، ولې مهمه دا ده چې لومړی تر هرڅه په خپلې غښتلتیا پوه شي او ‏بیا هغه غښتلتیا په سمه توګه وکاروي، تر څو هم خپله او هم ټولنې ته د ‏خدمت جوګه وي، ځکه زما تردې ځایه رسېدلو کې له یوې خوا زما ‏هڅې او زیار او له بلې خوا زما د کورنۍ ملاتړ لویه ونډه لرله»‏‎ .‎
نازیه له تساوي خبري اژانس سره د مرکې په پای کې افغان ځوانانو او ‏مېرمنو ته وايي، « زما پیغام تاسو ته دا دی، چې د خپلو موخو د ‏ترلاسه کولو لپاره هر ډول محدودیتونو او ستونزو سره مبارزه وکړئ ‏او له کورنیو څخه مې غوښتنه دا ده، چې د خپلو اولادونو ملاتړ وکړي ‏او هغوی تشویق کړي»، ترڅو په خبره یې دا ځوانان چې د افغانستان ‏راتلونکې د دوی په لاس کې ده وکولی شي، د هېواد د پرمختګ لپاره ‏غښتلي او بنسټیز ګامونه پورته کړي.‎

اشتراک با دوستان: این صفحه را از طریق شبکه های اجتماعی با دوستان خود به اشتراک بگذارید.

کلیه حقوق مادی و معنوی این وبسایت محفوظ و متعلق به موسسه فرهنگی و اجتماعی تساوی می باشد.
استقاده از مطالب آن با ذکر منبع بلامانع است.
Design & Developed by: Momtaz Host