بشز مریم وردک: غواړم د افغان مېرنو یو ښایسته، پیاوړی او مثبت تصویر نړیوالو ته وښودل شي
تازه ها: .

مریم وردک: غواړم د افغان مېرنو یو ښایسته، پیاوړی او مثبت تصویر نړیوالو ته وښودل شي

هیله حکیمي، ١٠ جوزا ١٤٠٠، (٠نظر)

 

افغاني ټولنه کې تر ډېره نجونې او مېرمنې په کاري برخه کې زیاته تجربه نه لري، ځکه دلته د ځینو فرهنګي او دودیزو حساسیتونو له کبله ښځې تخنیکي ملاتړنه لري.

مریم " وردک" هم په همداسې یوې ټولنه کې د افغانستان د چارو یوه څېړونکې او د جنډر(جنسیتي برابرۍ) وکیله ده.
هغه د هغې افغانستان (Her Afghanistan) مرکز بنسټ ایښودونکې ده.
مریم یوه ډېره هڅانده او خیر رسوونکې افغانه ده، چې په کلیوالي او ښاري سیمو کې له خلکو سره مرستې کوي او هم یې د روغتیا، څېړنې، سولې، خوندیتوب او کورنیو چارو په برخو کې د ښځو لپاره سلګونه تنظیمونه جوړ کړي دي.
هغې دا هر څه داسې په اسانه هم نه دي ترسره کړي، بلکې زحمت یې ګاللی، شپه او ورځ یې ورته کار کړی او په دې لاره کې یې له خپلو زده کړو او تجربو ګټه اخیستې دی.
دغه تکړه افغانه له تساوي خبري اژانس سره مرکه کې وايي، « د دې تر څنګ چی د جنډر برخې یوه وکیله او څېړونکې یم، د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني د ملي امنیت شورا د پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر چې اوس د بهرنیو چارو وزیر دی هم سلاکاره پاتې شوې یم». مریم یوه له هغو څو مېرمنو څخه ده، چی د ټولنیزو رسنیو له لارې یې د افراطیت د مخنیوي لپاره افغان حکومت د تګلارې په پرمختګ کې کار کړی دی.


هغه وايي، « زه همداشان هره ورځ د انډس نیوز، ویون نیوز نړیوالو رسنیو ترڅنګ د نورو بېلابېلو سیمه  ییزو رسنیو له لارې هره ورځ پر دا ډول موضوعګانو تحلیل کوم او هم مې په سیمه ییزو او نړیوالو ورځپاڼو لکه: نیویارک ټایمز، دې نېشنل او وال سټریټ ژونال کې ځیني لیکلي مضامین خپاره شوي دي».
مریم " وردک" له ماشومتوبه په امریکا کې ژوند کړی او هماغلته یې د د لېسانس تر کچې لوړې زده کړې وکړې، خو زیاتوي له خپل وطن سره ېې تل په زړه کې مینه وه او کله چې په لومړي ځل هېواد ته راغله، نو پلار یې ترې وغوښتل څو د افغانستان لپاره کار وکړي، نو همدا سبب شو چی خپل کارونه یې په افغانستان کی پیل کړل.
مریم وایی، « کله چی لومړی ځل افغانستان ته راغلم ماته تر هرڅه ډېرستونزمن د افغانستان دود او فرهنګ سره نا اشنايي وه، ځکه ما تر دا دمه ټول عمر په امریکا کې تېر کړی و، ولی بیا هم د کورنۍ او دوستانو په مرسته د خپل هېواد په دود او دستور ډېره ژر اشنا شوم او ما ولیدل، چې د افغانانو ژوند خصوصا د افغانو مېرمنو ژوند ‌زیادتره بې له کوم اساسي هدف څخه روان و، هېڅ کومه خاصه توجه نه لیدل کېده، نو اساسي تغییراتو ته ضرورت وو».
مریم په دې اند ده، چې باید د هغې په شان نورې هڅاندې مېرمنې د ښځو ستونزې بیانولو پرځای د ښځو د ستونزو حل لارو په اړه خبرې وکړي، د حل لارو چارو په هکله باید څېړنې وکړي، ځکه په وینا یې« سربېره پر مشکلاتو مونږ ډیرې پیاوړې مېرمنې لرو، چی که ورته زمینه برابره شي نو هغوی به د نړۍ د غښتلو ښځو په قطار کې وي».


مریم " وردک"  سربېره پر یادو فعالیتونو د افغان مېرمنو لپاره د هغې افغانستان (Her Afghanistan) په نوم یو غیر انتفاعي مرکز جوړ کړ، چې د ځوانو افغانو نجونو او مېرمنو د پرمختګ لپاره ځانګړی شوی دی.
هغه وايي، « دا د مسلکي کسانو لپاره یو نړیوال آنلاین مرکز دی چې د امنیت، بهرنۍ پالیسۍ او تېکنالوجۍ په برخه کې د افغانو مېرمنو مرسته او ملاتړ کوي. په هِر (د هغې) افغانستان مرکز کې ګډونوال د ولسي او شخصي څانګو مسلکي خلک دي».
نوموړې زیاتوي، د یاد مرکز له جوړولو بل هدف دادی، څو نجونې او ‎مېرمنې د بېلابېلو غونډو، درسونو او ښوونیزو پروګرامونو له لارې وویني، له یو بل سره مرستې وکړي او بالاخره یو داسې نیټورک په میراث پرېږدي چې نورې افغانې ښځې یې پر مخ بوځي او ګټه ځنې واخلي.
مریم وايي، « د دې مرکز له طریقه مونږ د هغو نجونو او مېرمنو سره مالي مرسته هم کوو، چې غواړي خپلې بعضې کاري پروژې عملي کړي، چې تر اوسه مو د مرکز له طریقه د ښځو لپاره ۵۰ مختلفې پروژې پلې کړې او هم ۵ زره نجونې په مختلفو برخو کې ټرېن (روزل) شوې دي او کابو ۷ زرو بې وزلو کورنیو سره مالي مرسته شوې ده » .
د مریم " وردک" یواځینۍ هیله داده، چې نړیوالو ته د افغان نجونو او مېرمنو یو ښایسته، پیاوړی او مثبت تصویر وښودل شی او ورسره لکه د نړی نورو مېرمنو په څېر پوره همکاري وشي، تر څو وکولی شي د خپل ژوند په چارو کې ښه پرمختګ وکړي.

اشتراک با دوستان: این صفحه را از طریق شبکه های اجتماعی با دوستان خود به اشتراک بگذارید.

کلیه حقوق مادی و معنوی این وبسایت محفوظ و متعلق به موسسه فرهنگی و اجتماعی تساوی می باشد.
استقاده از مطالب آن با ذکر منبع بلامانع است.
Design & Developed by: Momtaz Host