نازیه " نوري": افغانې نجونې او ښځې باید د ښه ژوند لپاره قوي مبارزه وکړي
نازیه هغه افغانه پېغله ده، چې د ژوند ډېره برخه یې زده کړې، رضاکارانه فعالیتونو او ځوانانو لپاره کارکولو ته ځانګړې کړې ده.
هغې په خپل ژوند کې ډېر زحمتونه ګاللي، خو د همدې زحمتونو له برکته هغه د ژوند لوړو پوړو ته رسېدلې او اوس د افغانستان له خوا د سولې د نړیوال ځنځیر سازمان (Global Peace Chain) کې د سولې سفیره ده.
نوموړې ماشومه وه، چې په هېواد کې داخلي جګړې پیل شوې او له همدې کبله دا او کورنۍ یې مجبوره شوه ګاونډي هېواد پاکستان ته کډوال شي.
نازیه وايي، هلته په یوه خصوصي ښوونځي کې تر درېیم ټولګي پورې له زده کړې وروسته بېرته خپل هېواد ته راستنه شوه او کابل کې یې له یوه دولتي ښوونځي څخه له فراغت وروسته د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي ته بریالۍ او له همدې پوهنځي څخه یې د لېسانس سند ترلاسه کړ.
هغې خپلو زده کړو ته بیا هم دوام ورکړ او همدا تېر کال یې کابل کې له یوه خصوصي پوهنتونه د نړیوالو اړیکو، سولې او ډیپلوماسۍ په برخه کې ماسټري واخیسته او د ماسټرۍ دورې پایته رسېدو سره سم یې د پاکستان هېواد د اسلام اباد د رفاه په نوم له پوهنتونه د ډیپلوماسۍ عملي روزنې سند تر لاسه کړ.
نازیه " نوري" هغه افغانه نجلۍ ده، چې د خپلو زده کړو ترڅنګ یې د سولې، افغان ځوانانو( نجونو او هلکانو) د ژوند پیاوړتیا او پرمختګ په برخه کې تل هڅې کړې دي.
نوموړې د خپلو فعالیتونو په اړه د لازیاتو معلوماتو په ترڅ کې وویل،« ما تل د افغان ښځو اوځوانانو لپاره دا چې څنګه دوی وکولی شي پرمختګ وکړي، څنګه مېرمنې او ځوانان په ټولنه کې خپلو موخو ته ورسېږي، نو د همدې لپاره مې په مختلفو فعالیتونو کې برخه اخیستې ده، چې په دې لړ کې غواړم له ترسره شویو مختلفو ښوونیزو او روزنیزو حضوري او پرلیکه (انلاین) ورکشاپونو څخه یادونه وکړم».
اغلې نوري وايي، نه یواځې په ملي کچه، بلکې په نړیواله کچه يې هم رضاکارانه فعالیتونه ترسره کړي، هغه وايي، « له دې فعالیتونو څخه مې موخه دا وه او ده، چې وکولای شم خپله تجربه او علم د نورو مختلفو ډلو ځوانانو سره شریک کړم او هم د هغوی له تجربو استفاده وکړم».
نازیې په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د افغانو نجونو په استازیتوب د یوې رڼې پروسې له لارې د سولې نړیوال ځنځیر (Global Peace Chain) سازمان کې د سولې د سفیرې په توګه د ټاکل کېدو ویاړ هم ترلاسه کړ.
د یاد سازمان اصلي مرکز د امریکا په واشنګتن ښار کې دی او د افغانستان په ګډون ډېر شمېر نورو هېوادونو کې څانګې لري.
خو دا چې د نوموړي سازمان موخه څه ده او نازیه په کې څه دنده لري؟ له هغې یې اورو چې وايي، « د سولې نړیوال ځنځیرسازمان موخه دا ده، چې د سولې دود په نړۍ کې پیاوړی کړي او د متقابل درنښت او یو بل منلو اړیکې رامنځته کړي».
نازیه زیاتوي، « زه هم په دې سازمان کې د سولې د سفیرې په توګه دنده لرم، زموږ کار په دې سازمان کې د خپلې ټولنې غوښتنو سره سم فعالیتونو او د سولې خبرې اترې ترسره کول، د تاوتریخوالي او افراطیت پروړاندې مبارزې لپاره بین الافغانی پیوستون، مینې، شفقت، همغږۍ او زغم ته وده ورکول، د دغه نړیوال سازمان له لارې د بشري حقونو دفاع کول، د خپل هېواد له ګوټ ګوټ څخه د ځوانانو غږ پورته کول، د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر ته د سولې غوښتنې وړاندې کول او د نړیوالې سولې نوښتونو او ټولنیزو پروژو ته وده ورکول دي».
دغه راز، نازیه په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د ښځو نریوال سازمان له خوا د (کوډ فور پیس) او په ۲۰۱۹ کې د یو اېن ډي پي له خوا د (اون پیس) جایزې ګټلو لپاره د نړۍ په کچه د څو محدودو غوره نوماندانو په ډله کې راغلې وه.
د نازیې په اند، افغانستان کې د ښځو لپاره د پرمختګ لارې او چانسونه لږ او ستونزې او تاوتریخوالي زیات دي، چې په خبره یې هغه هم لکه د نورو نجونو په شان له دې بدبختۍ مستثنی نه ده، خو وايي نجونې او مېرمنې له دې ستونزو سره جدي مبارزې ته اړتیا لري.
هغه وايي، « دې مبارزې لپاره جرات او قوي عزم تر ټولو مهمه موضوع ده، بل د کورنۍ مرسته او تشویق دی، ځکه ډېری افغانې نجونې د کورنۍ له ملاتړ څخه بې برخې دي او نه شي کولی خپلو هیلو ته ورسېږي».
کله مو چې د اغلې نوري د پرمختکونو د راز په هکله وپوښتل، نو هغې وویل: « زما په نظر هر انسان یو ځانګړی استعداد او توانايي لري، ولې مهمه دا ده چې لومړی تر هرڅه په خپلې غښتلتیا پوه شي او بیا هغه غښتلتیا په سمه توګه وکاروي، تر څو هم خپله او هم ټولنې ته د خدمت جوګه وي، ځکه زما تردې ځایه رسېدلو کې له یوې خوا زما هڅې او زیار او له بلې خوا زما د کورنۍ ملاتړ لویه ونډه لرله» .
نازیه له تساوي خبري اژانس سره د مرکې په پای کې افغان ځوانانو او مېرمنو ته وايي، « زما پیغام تاسو ته دا دی، چې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره هر ډول محدودیتونو او ستونزو سره مبارزه وکړئ او له کورنیو څخه مې غوښتنه دا ده، چې د خپلو اولادونو ملاتړ وکړي او هغوی تشویق کړي»، ترڅو په خبره یې دا ځوانان چې د افغانستان راتلونکې د دوی په لاس کې ده وکولی شي، د هېواد د پرمختګ لپاره غښتلي او بنسټیز ګامونه پورته کړي.
استقاده از مطالب آن با ذکر منبع بلامانع است.