ذهین: زه د ژوند چارې د کلني مهالویش په هېنداره کې ګورم
پوهان وايي، هر انسان باید د خپل ژوند لپاره یو منظم پلان ولري، داسې چې د عملي کېدو وړ وي او هم ورته جدي کار وکړي.
دغه موضوع په افغانستان کې، چې د لسګونو کلونو جګړو او ناخوالو ترڅنګ د ابادۍ او پرمختګ پرلور ګام ږدي، تر ډېره نا اشنا او یا هم ځینې بیا په دې باور دي، چې عملي کول یې ناشونې دي.
خو یو شمېر افغان ځوانان بیا په پوره هڅو او وخت ته په ارزښت ورکولو توانېدلي، چې خپلو موخو ته د یو منظم پلان له مخې ورسېږي.
عظمی " ذهین" هم هغه افغانه نجلۍ ده، چې د خپل ژوند ټولې چارې د یو منظم پلان او کلني مهالویش له مخې برابروي او د عملي کولو لپاره یې پوره هڅه کوي، چې دې هڅو یې له پرمختګ سره ډېره مرسته کړې ده.
نوموړې د خپل ژوند ډېره برخه زده کړو، سوداګرۍ، رضاکارانه فعالیتونو او افغان ځوانانو لپاره کارکولو ته ځانګړې کړې ده.
له تساوي خبري اژانس سره د هغې له خبرو داسې ښکاري، چې په خپل ژوند کې موخو ته د رسېدو لپاره یې دوامداره هڅې کړې دي او د همدې کوښښونو او قاطع پرېکړو په لرلو یې ځان ته ښه ژوند جوړ کړی دی.
اغلې ذهین وايي، « ما له ښوونځي سره ډېره مینه لرله او همدې شوق ما سره مرسته کوله چې په خپلو درسونو کې تر نورو مخکې اوسم، ما په ډېرې لېوالتیا سره ښوونځی په کابل کې پایته ورساوه او وروسته تر هغې د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي ته بریالۍ شوم».
عظمی له همدې پوهنتون څخه د لېسانس سند ترلاسه کړ، خو لا هم یې دې لارې ته په دوام ورکولو سره یوه خصوصي پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو په برخه کې ماسټري وکړه.
دا نو داسې وخت و، چې هغې غوښتل له زده کړې پوهې د خپل ځان او ټولنې لپاره ګټه پورته کړي، خو دې کار ترسره کولو ته یې لانور علمي پرمختګ ته اړتیا لرله، همدا سبب شو چې عظمی کابل کې له افغان امریکايي پوهنتون څخه په اداره، سوداګرۍ، مدیریت او رهبرۍ برخه کې معتبر سند ترلاه کړ.
هغه د زده کړې تر څنګ په علمي او سیاسي برخو کې څېړنیز فعالیتونه هم کوي، چې سږ کال ورته د یوه خصوصي پوهنتون له خوا د غوره څېړونکې مډال ورکړل شو.
عظمی تر ډېره پر کورنیو تولیداتو او هېواد کې دننه خلکو په ځانګړې توګه نجونو او مېرمنو ته کاري فرصتونو برابرولو باندې ټینګار کوي.
اغلې ذهین وايي، «ما ډېر پخوا د سوداګرۍ په هکله فکر کاوه، خو له یوې خوا درسونه او له بلې خوا مې وظیفه وه، نو کله چې د ماسټرۍ دوره مې خلاصه شوه، ما د تجارت کارونه پیل کړل او په دې باور وم، چې باید په خپل وطن کې د ښه کیفیت لرونکې جامې تولید کړم، ځکه موږ چې په بازار کې له بهره راوړل شوې ښځینه جامې یا هم څادرونه ګورو د کیفیت له اړخه ډېر کمزوري او ډېر ګران وي، ولې که چېرې مونږ خپله هغه تولید کړو، نو هم به ارزانه وي او هم به ښه کیفیت ولري».
نو نوموړې دا کار په رسمي ډول پیل کړ، چې په لومړي ځل یې څادرونه یا ټیکري جوړ کړل او وروسته یې د یو کوین (U-QWEEN) برنډ په نوم جامې وګڼدلې او اوس د خلکو په غوښتنه له متفاوتو ابرېشمي رختونو څخه ماسکونه هم جوړوي.
خو عظمی خپلو دې تولیداتو پلورلو ته په بازار کې هټۍ یا د پلور کوم مرکز نه لري، بلکې د انټرنېټ له لارې یې په پرلیکه توګه پر خلکو پلوري.
هغه وايي، « په انلاین سوداګرۍ باندې مې د خلکو د اعتماد لاسته راوړلو په خاطر ډېر کار وکړ، زه ګورم انلاین خرڅلاو کې همېشه بې کیفیته اجناس وي. خلک وايي چې تصویر کې توکي یو ډول او ورته راوړي توکي یا جنسونه بل شی وي، نو د دې لپاره مونږ تر هغو چې خپله مشتري یې ونه ګوري او خوښ یې نه شي، جنس پرې نه پلورو او دا کار اوس زموږ د مشتریانو د زیاتوالي لامل شوی».
په ځینو ملي مسایلو کې د عظمی ګډون:
عظمی " ذهین" د زده کړو او سوداګرۍ ورها خوا خپل وطن ته د سولې، ځوانو نجونو او هلکانو د ژوند پیاوړتیا او پرمختګ په برخه کې هم فعالیت کوي.
نوموړې وايي، « زه د دې هېواد د یوې اوسېدونکې په توګه دا منم چې موږ ټول په ډېرو ناخوالو کې ژوند کوو زمونږ ماشومان، ځوانان او ټول نارینه او ښځینه د سولې، تعلیم، خوښیو او ښېګڼو وږي دي، په دې برخه کې کار کول، د دوی پر شونډو مسکا خپرول او د دوی لپاره رضاکارانه فعالیتونه ترسره کول ما ته خوشحالي رابخښي».
عظمی غواړي د دې رضاکارانه فعالیتونو په ترسره کولو د هغو ځوانانو َغږ واوسي، چې د حالاتو له وېرې خپل ځان حتی له خپلې خاورې مرور او جلا بولي.
هغه اوس د افغان سولې رضاکارانو او د الفا افغانستان چې د سولې، افغان ښځو او ځوانانو د پرمختګ په برخه کې کار کوي د یوي رضاکارې په توګه فعالیت کوي.
هغې دا فعالیتونه نه یواځې دننه په هېواد کې بلکې، په نړیواله کچه هم ترسره کړي، اغلې ذهین په دې اړه وايي، « زه د سولې او ډیموکراسۍ لپاره د سازمان غړې یم او په مختلفو نړیوالو کنفرانسونو کې مې هم ګډون درلود، چې زما د ګډون موخه نړیوالو ته د افغان ځوانانو خبرې او غږ رسول وي او دي، چې یو له هغو کنفرانسونو څخه د سریلانکا کنفرانس وو، چې په کې مونږ د سولې په بهیر کې د ځوانانو او ښځو د ګډون په هکله بحث درلود».
خو دا چې د نوموړي سازمان موخه څه ده اوعظمی په کې څه دنده لري؟ له هغې یې اورو چې وايي، « د سولې او ډیموکراسۍ لپاره د سازمان چې ۶۰ سلنه یې ښځینه رهبرانې او پاتې نور ځوانان دي موخه یې د سولې رواجول، ښې حکومتدارۍ او بشري حقونو هڅو کې د ټولنی په کچه د نوښتونو راوستل او داسې مفکورې رامنځته کول دي، چې پرې خلک راټول شي او له خپلو حکومتونو څخه د چارو د روڼتیا، حساب ورکولو او غوره خدمتونو وړاندې کولو غوښتنه وکړي، بله دا چې دا سازمان نه یواځې د ښځو او ځوانانو په هکله کار کوي، بلکې دوی ته د رهبرانو په نوم ارزښت هم ورکوي».
دغه راز، عظمی وايي چې ۲۰۱۹زېږدیز کال کې په افغانستان کې د افغان دولت له خوا د سولې او ځوانان تر سرلیک لاندې کنفرانس جوړ شوی و او ډېر شمېر ځوانانو په کې ګډون درلود.
هغه وايي، « دا ۳ورځینی کنفرانس و، ما هم په کې ګډون کړی و، له لسګونو ځوانانو د سولې اړوند لیکلي نظرونه واخیستل شول، بیا د ۶ کسانو نظریات انتخاب شول چې د دې کسانو له ډلې یوه زه وم».
خو تاسو به هم دا پوښتنه لرئ، چې عظمی دا ټول کارونه او د ژوند چارې څنګه برابروي او څنګه یې تنظیموي؟
هغه وايي، « زه له ۲۰۱۷ زېږدیز کال څخه را په دې خوا د کلني مهالویش په اساس خپل کارونه مخ ته وړم او هره ورځ خپل دا تقسیم اوقات تعقیبوم، چې نن کوم کار باید وکړم او سبا لپاره څه پلان باید ونیسم، د دې کار په کولو زما ټول کارونه او د ژوند چارې مخکې تر مخکې تنظیم شوې وي او همداسې په ښه توګه خپلو موخو ته رسېږم».
عظمی د خپلو خبرو په پای کې وايي، افغان ځوانان او مېرمنې دې د دې لپاره چې خپلو هدفونو ته ورسېږي، باید خپل ځان ته یو مشخص پلان ولري، د هغې پلان د تعقیبولو لپاره دې زیار وباسي او تل دې د هر ښه کار ترسره کولو لپاره قاطع واوسي، ځکه قاطعیت د بریالیتوب یو لوی راز دی.
استقاده از مطالب آن با ذکر منبع بلامانع است.