له ژونالېزمه د ناحیې تر ریاسته
په افغانستان کې د ژورنالېزم په ډګر کې کار کول او بیا د یوې مېرمنې لپاره که څه هم یوه لاسته راوړنه ده، خو ټولنیزې او دودیزې ستونزې یې له ننګونو سره مخ کوي.
همداشان، یادو ستونزو او ننګونو د لوړو دولتي چارو د رهبرۍ په برخه کې د مېرمنو شتون پیکه کړی او دوی ته یې د پرمختګ لاره سخته کړې ده.
خو امنه "مایار" یو له هغو زړه ورو مېرمنو څخه ده، چې د خپلې روڼ اندې کورنۍ په ملتیا یې نه یواځې په رسنیز ډګړ کې، بلکې په دولتي چارو کې هم د خپل ځان په ثابتولو سره دا روښانه کړې، چې ښخي هم کولاي شي لکه د نارینه وو په شان په لوړو پوسټونو کې کار وکړي او په خپل کار کې تر هرچا ډېرې مسوولې او قاطع اووسي.
نوموړې ته چې د روان۱۴۰۰لمریز کال د وري په میاشت کې د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې ریاست ورسپارل شوی، د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبې او ادبیاتو له پوهنځي څخه یې د لېسانس سند اخیستی او دوه کاله یی په ابن سینا پوهنتون کې د ښوونکې په توګه کار کړی.
هغه د ښځينه ژورنالېستانو د ملاتړ مرکز، په راډیو ټلوېزیون کې د ازادو مېرمنو ټولنې د ډلې یا (IAWRT) او د سویلي اسیا د مېرمنو بنسټ یا (WRN) غړیتوب لري او هم د څه باندې ۱۵کاله رسنیزه کاري تجربه لري.
له هغې مو د رسنیز سفر د پیل په هکله پوښتنه وکړه؟ راته یې وویل:« ما خپل رسنیزسفر په ۲۰۰۳زېږديز کال کې له کلید ګروپ سره په کار کولو پیل او کله مو چې د مرسل مجلې بنسټ کېښود، نو په لومړیو کې زه د دې مجلې د متن تصحیح کوونکې(اېډېټره) وم، بیا یې د مرستیال مدیرمسولې او له ۲ کالو کار وروسته د مدیر مسولې په توګه وټاګل شوم، چې ۱۵ کاله مې دا دنده ترسره کړه».
مېرمن مایار زیاتوي، «مرسل د مېرمنو لپاره یوه ځانګړې مجله وه، چې په اونۍ کې به یو وار چاپېده او لومړۍ ګڼه یې هم د مارچ پراتمه چاپ شوه، خو له بده مرغه دا مجله د اقتصادي ستونزو له کبله اوس نه چاپېږي».
هغې په ورته وخت کې د کابل کلید راډیو سره د پښتو خبرونو ویانده، د ګردي میزونو ترتیبوونکې او د سهارنۍ خپرونې چلوونکې او پروډیوسره هم وه.
هغه وايي، « دا خپرونه د کلید سهار په نوم یادېده، په ژوندۍ بڼه په کابل او نږدې سیمو کې خپرېده او زیات شمېر اورېدونکې او مینوال یې لرل، ماسره په دې خپرونه کې یو ډېر ښه او تکړه همکارمحمد فاروق "اورکزي" هم ملتیا کوله، چې اورېدونکو به موږ ته ډېر زیات احترام کاوه او موږ به یې په خپلو ښو نظرونو نازولو».
مېرمن مایار له تساوي خبري اژانس سره د خبرو پرمهال د رسنیو پروړاندې د هغه وخت د شتو ننګونو په هکله وویل، « د طالبانو له دورې وروسته په سر کې د رسنیو پر وړاندې امنیتې ستونزی کمې وې، خو هغه وخت دودیزې او ټولنیزې ستونزې ډېرې زیاتې لیدل کېدې، هغه وخت د یوې ښځینه خبریالې له کوره راوتل او د خلکو په منځ کې کار کول له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ کېدل، خو وروسته بیا د دودیزو ستونزو سربېره مونږ له امنیتي ستونزو سره لاس او ګریوان شو».
د ژورنالېزم له ډګره د ښاروالۍ چارو ته د امنې "مایار" راتګ:
مېرمن مایار څه باندې یوه نیمه لسیزه په خصوصي رسنۍ کې کار کړی، خو پوښتنه دا ده چې څنګه یې د ژورنالېزم په ډګر کې له دومره اوږدو کلونو کار کولو وروسته په دولتي سکټور کې کار پیل کړ او ولې یی خپله دنده بدله کړه؟ هغه په دې هکله وایي، « که څه هم په افغانستان کې رسنیر کار تل له ستونزو ډک وي، خو زما لپاره له لاسته راوړنو سره مل وو او زما د ژوند یوه ښه کاري دوره وه، ځکه ما په یوې ښې روحیې او مینې ورته کار کاوه، په دې هم پوهېدم چې په خصوصي سکټور کې د کارکوونکو تضمین نه وي، له تقاعد او نورو امتیازاتو څخه هم محروم وي، نو په همدې لړ کې کله چې د ښاروالۍ له خوا د مرستیالۍ دویم بستونه اعلان شول، ما ورته نوملیکنه وکړه او د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه کې مې ګدون وکړ او د کابل ښاروالۍ ۱۵مې ناحیې د مرستیالۍ څوکۍ ته بریالی شوم، چې تقریبا ً۲ کاله او۲ میاشتي مې دا دنده پرمخ وړله».
مېرمن مایار وايي، د مرستیالۍ په بست کې یې د دندې پرمهال ډېره هڅه کوله چې له دې لارې د خلکو په چوپړ کې واوسي او همدا زیار او زحمتونه یې د خلکو د اعتماد، خوښۍ، رضایت او بلاخره د دې لامل شول، چی د ۱۵ ناحیې د رئیسې په توګه وټاکل شي.
هغی زیاته کړه، « ما تل اورېدلې وو، چی په دولتي ادارو کې پرته له شناخت او واسطې څوک پرمختګ نشي کولای، خو پوهه شوم چې خدمتونو او ستړیا مې په کاري چاپېریال کې زما باور زیات کړ او مثبته پایله یې لرله، چې له امله یې د هېواد جمهوررئیس محمد اشرف غني او کابل ښاروال صاحب پرما باور وکړ او زه یی د دې ناحیې د رئیسې په توګه وګومارلم، چې ترې مننه کوم».
د ښځو لپاره په دا ډول پوسټونو کې کار کول ډېر ستونزمن کار دی، ځکه په افغاني سنتي ټولنه کې خلک د ښځو پر کار او فعالیتونو باور نه لري.
مېرمن مایار هم په دې اند ده، چې په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې ځینې حساسیتونه شته.
هغه وايي، په کاري ساحه کې ورسره د هغې تر ریاست لاندی ۱۲ ښځینه کارکونکې شته، چې په وینا یې هغوی هم له ځينو اساسي ستونزو سره مخ دي.
نوموړې زیاتوي، « له یوې خوا خینې خلک ډېرې لویې غوښتنې لري، چې ځینې یې د قانون له چوکات څخه بهر وي او له بلي خوا د زورواکو په خپل سر د ځینو کارونو ترسره کول، د قانون پر وړاندې د خلکو ځان مسول نه ګڼل او له ښاروالۍ سره مرسته نه کول موږ ته لویې ستونزې جوړې کړې دي» .
مېرمن مایار وايي، « که څه هم عام وګړي له ښاروالۍ سره خپله مرسته کوي، خو دا زورواکي دي چې د قانون په پلي کولو کې برخه نه اخلي، حتی زمونږ د کار پروړاندې خنډ ګرځي، خو له دې سره سره دا زمونږ دنده ده، چې د خپلو همکارانو په مرسته لږ ترلږه په خپله ناحیه کې د قانونمندۍ لپاره خپل پلان عملي کړو».
له مېرمن مایار څخه مو وپوښتل چې ایا د اوسني دولتي چارو ترڅنګ ادبي یا رسنیز فعالیتونه هم لرې که نه؟ هغې وویل، « دا چې د ښاروالۍ دنده خلکو ته خدمت کول دي، نو ما هم د خلکو د یوې خدمتګارې په توګه اوسني مسولیت ته ارزښت ورکړی او له رسنیزې همکارۍ څخه مې واټن اخیستې، ځکه زه ټول وخت د خلکو د ستونزو په حلولو او هغوی ته د اسانتیاوو په برابرولو بوخته یم».
د امنې "مایار" شخصي ژوند:
د مېرمن مایار خاوند یو نظامي افسر و، چې اوس متقاعد دی، ۴ لوڼې او ۳ زامن لري، چې ټولو لوړې زده کړې کړې دي.
هغه وايي، « د خدای(ج) شکر ادا کوم چې ډېر ښکلی ژوند او ښکلې کورنۍ لرم، چې کله له کاره کور ته لاړه شم، نو په لیدو یې زما ستړیا له منځه ځي او هیله لرم، چې ټولې کورنۍ همداسې د صمیمیت او خوښۍ په فضا کې ژوند ولري».
مېرمن مایار دارازهیله منده ده، چې ټول خلک خپل ځان د چاپریال په پاک ساتنه کې مسوول وګڼي او له ښاروالۍ سره د ښار په جوړولو او پاکۍ کې مرسته وکړي .
استقاده از مطالب آن با ذکر منبع بلامانع است.