بشز عامې روغتیا وزارت: په هېواد کې د تور پوڅکۍ درېیمه پېښه هم ثبت شوه
تازه ها: .

عامې روغتیا وزارت: په هېواد کې د تور پوڅکۍ درېیمه پېښه هم ثبت شوه

محمد نسیم لالهاند، ١٢ سرطان ١٤٠٠، (٠نظر)

د دغه وزارت سرپرست وحید الله  "مجروح"، نن ( شنبه، چنګاښ ۱۲مه) کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال خبرداری ورکړ، که څه هم د تور پوڅکۍ یا قارچ سیاه  (Black Fungus)ناروغي ساري نه ده، خو که پروخت او جدي درملنه یې ونه شي، نو ډېره وژونکې ده.
د هغه په خبره، دا ناروغي چې په هېواد کې ډېره لږه پېښېږي تبه، ټوخى، زړه بدوالی، پر خولې او پوزې تورې لکې د دې ناروغۍ عامې نښې دي او پر کورونا وېروس ډېری اخته کسان یې له ګواښ سره مخ کېږي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست همداشان وویل، چې د کورونا وېروس درېیمه څپه لاهم د خپرېدو په حال کې ده او د هېواد په مرکزي او لوېدیځو ولایتونو کې یې خپرېدل زیات شوي.
نوموړې له خلکو غواړي، چې د روغتیایي سپارښتنو په عملي کولو کې دې بې غوري نه کوي او ځان دې وقایه کړي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست دا راز زیاته کړه، چې په دې وروستیو کې له چين هېواد څخه مرسته شوي۷۰۰ زره ډوزه واکسینونه ۳۵۰ زره کسانو ته په دوو پړاوونو کې ورکوي، چې لومړی پړاو یې پایته رسېدلی او د دویم ډوز تطبیق یې نن پیل شو.
نوموړي په ورته وخت کې وویل، چې په پام کې ده د امریکا متحده ایالاتو له خوا د جانسن اېنډ جانسن د ۳ملیون ډوزه مرسته شوي واکسینونو له ډلې یو نیم ملیونه به یې د روانې اونۍ په پای کې هېواد ته راورسېږي.
هغه وايي، اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۹۱۴ زره کسانو د کورونا ضد واکسینونه ترلاسه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د یاد وزارت له خوا د خپرو شویو تازه شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۷۲ کسان پر کورونا وېروس اخته او ۹۳۵ ناروغان ترې ښه شوي دي.

اشتراک با دوستان: این صفحه را از طریق شبکه های اجتماعی با دوستان خود به اشتراک بگذارید.

درج نظر

نام
ایمیل
نظر:
لطفا قبل از ثبت نظر، کد زیر را در خانه خالی وارد کنید
کد امنیتی
ثبت نظر
کلیه حقوق مادی و معنوی این وبسایت محفوظ و متعلق به موسسه فرهنگی و اجتماعی تساوی می باشد.
استقاده از مطالب آن با ذکر منبع بلامانع است.
Design & Developed by: Momtaz Host