بشز ۱۵سوه کسان نوي پر کورونا اخته شوي، خو د واکسینونو د تطبیق لړۍ یې درېدلې ده
تازه ها: .

۱۵سوه کسان نوي پر کورونا اخته شوي، خو د واکسینونو د تطبیق لړۍ یې درېدلې ده

محمد نسیم لالهاند، ١٦ سرطان ١٤٠٠، (٠نظر)

په هېواد کې د کورونا وېروس په اړه د نن(سې شنبه، چنګاښ ۸مه) ورځې رسمي شمېرې ښيي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ سوه کسان تازه پر دغه وېروس اخته، ۷۷ ناروغانو يې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۸۱۱ ترې روغ شوي دي.
دا په داسې حال ده، چې د عامې روغتيا وزارت مرستيال وياند ميرويس"علي زي" نن رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې په ټول هېواد کې له چين څخه د کورونا ضد ترلاسه شويو ۷سوه زرو ډوزو واکسينونو د تطبيق لړۍ درېدلې او د راتلونکې شنبې په ورځ به بېرته پيل شي.
هغه يې د درېدو لامل په اړه وايي،《 موږ ياده اندازه واکسين دوه تقسيمه کړل، نو هغو۳۵۰ زرو کسانو چې د چين سوني فارم دې واکسينو لومړی ډوز ترلاسه کړی وو، دويم ډوز هم بايد له همدې ډول ورته تطبيق شي او موږ به ورته د پاتې۳۵۰ زره هغو بيا تطبیق لړۍ درې ورځې وروسته پيل کړو》.
د نوموړي وزارت د معلوماتو پربنسټ، تر دا دمه ۸۷۱ زره کسانو په افغانستان کې د کورونا ضد واکسين ترلاسه کړی دی.

اشتراک با دوستان: این صفحه را از طریق شبکه های اجتماعی با دوستان خود به اشتراک بگذارید.

درج نظر

نام
ایمیل
نظر:
لطفا قبل از ثبت نظر، کد زیر را در خانه خالی وارد کنید
کد امنیتی
ثبت نظر
کلیه حقوق مادی و معنوی این وبسایت محفوظ و متعلق به موسسه فرهنگی و اجتماعی تساوی می باشد.
استقاده از مطالب آن با ذکر منبع بلامانع است.
Design & Developed by: Momtaz Host