بشز د افغانستان تاریخ لیکونکې مېرمنې چی په کاري ساحه کې لومړي وې
تازه ها: .

په افعانستان کې سربیره د شته محدودیتونو سره هم داسې میرمنې شتون لري او درلود یي چی د ډیرو خطرونو په منلو سره د ‏لومړی ځل لپاره په بیلابیلو دولتي او غیر دولتي پوستونو کې په کار کولو توانیدلی او ځلیدلي. ‏
دا په زړه پوری هڅې او په خورا دودیزه او تړلې ټولنه کې د لوی خطرونو منل د دې لامل شوي چې نن ورځ میرمنې په ټولو ‏سکتورونو کې په ځانګړي توګه په سیاست او حکومتدارۍ کې د نه منلو وړ حقیقت په توګه ومنل شي. ‏
‏1)‏         ‏ د افغانستان لومړۍ ښځینه وزیره
کبرا نورزۍ په ۱۹۳۲ کال کې په کابل کې زیږیدلې. مېرمن نورزۍ د ملالۍ عالی لیسې څخه فارغ شوی او خپل لیسانس یې د ‏کمپیوتر ساینس په برخه کې پشپړ کړل او د خپلو لا زیاتو زده کړو لپاره د فرانسې په لوړ روانه شو. آغلې نورزۍ په هغه وخت ‏کې  د صحت لومړی وزیرې په ټوګه وټاکل شوه سربیړه له دې آغلې نورزۍ د محمد هاشم خان میوند د کابینې غړې په توګه هم ‏کار ترسره کړی ده.‏
‏2)‏         د افغانستان لومرۍ ښځینه خبریاله
اسما رسمیه طرزیی په افغانستان کې لومړۍ ښځینه خبریاله ده. آغلې طرزي خپلی زده کړي په خارج  کې بشپړي کړې. مېرمن ‏رسمیه په ۱۹۲۱ کال کې  کې د ښځو نشریه لارښود په نوم د افغانستان د مجلې مدیر شوه.‏
‏3)‏         د افغانستان لومړۍ ښځینه نطاقه
لطیفه سراج لومړنۍ افغانه ښځه ده چې د لومړي ځل لپاره یې په راډیو افغانستان کې خپل غږ نشر کړ. میرمن سراج د حبیب الله ‏خان مشر زوی سردار عنایت الله خان لور ده. اغلې سراج تر‎ ‎‏۱۳۵۸کال پورې په افغانستان کې د خبري نظاقې په توګه کار وکړ ، ‏کله چې هغه متحده ایالاتو ته وتښتیده. هغه د لسو کلونو لپاره په متحده ایالاتو کې د ‏VOA‏ راډیو فارسي برخې کې د نطاقې په توګه ‏هم کار کړی دی.‏
‏4)‏         د افغانستان لومړۍ ښځینه پیلوټه
نیلوفر رحماني په ۱۳۷۰ کال کې په افغانستان کې زیږیدلې. رحمانی په خيلې زړورتیا او هوښیارتیا سره ، وتوانید چې په ۲۰۱۰ ‏کې د افغان هوایی ځواک پیلوټ روزنې کورس ته دننه شي. میرمن رحماني په  ۲۰۱۲ کې د متحده ایالاتو له پوهنتون څخه د ‏افسرۍ رتبې څخه فارغ شوې. هغه په نړۍ کې د ترټولو ښکلې ښځینه پیلوټ په توګه پیژندل شوې او د متحده ایالاتو د بهرنیو ‏چارو وزارت څخه یې د زړورې میرمنې جایزه هم ګټلې ده. مېرمن رحماني اوس د اردو په هوايي ځواک کې کار کوي.‏
‏5)‏         د افغانستان لومړۍ ښځینه څارنواله
اغلې ماریا بشیر په عایشه دراني لیسه کې خپلې لومرنې زده کړی کري او په ۱۹۹۱ کال کې د کابل پوهنتون د حقوقو په ښوونځي ‏کې د قضا ااو څارنوالۍ له څانګې څخه فارغه شوې. اغلې ماریا بشیر د افغانستان لویه څارنواله وه. هغه د لویې څارنوالۍ په دفتر ‏کې د جنايي تحقیقاتو د څارنوالۍ د دفتر د مسلکي غړي په توګه درې کاله کار وکړ او بیا یې په هرات ولایت کې تر ۲۰۰۶ کال ‏پورې خدمت وکړ تر هغه چې د هرات د استیناف څارنوالۍ د رییس په توګه یې کار پیل کړ. دې پوسټ ته د هغې ټاکنه په ‏افغانستان کې د میرمنو لپاره لوړې هیلې راپورته کړې.‏
‏6)‏         د افغانستان لومړۍ ښځینه والي
مېرمن حبیبه سرابي په افغانستان کې لومړۍ ښځینه والي ده. اغلې سرابي په افغانستان کې یو له اوسنیو جدي سیاسي شخصیتونو ‏څخه ده او د غزني ولایت څخه ده. حبیبه سرابي د کابل د طبي علومو له پوهنتون څخه فارغه شوې او د څو کلونو لپاره یې په ‏پوهنتون کې د پروفیسر په توګه کار کړی دی. مېرمن حبیبه سرابي په ۱۳۸۴ کال کې د ولسمشر کرزي له خوا د بامیانو والي ‏وټاکل شوه.‏
‏7)‏         د افغانستان لومړۍ ښځینه ښارواله
اغلې عذرا جعفري لومړنۍ افغانه ښځه ده چې د افغانستان د یوه ولایت د ښاروالې په توګه دنده ترسره کړي ده.آغلي جعفري خپلې ‏زده کړي د قابله ګۍ په برخه کې د پوهنتون زده کړې د لیسانس تر کچې دوام ورکړ او په ۲۰۰۸ کې د پخواني ولسمشر حامد ‏کرزي لخوا د دایکندي ولایت ښارواله وټاکل شوه.‏
‏8)‏         ‏ د افغانستان لومړۍ مډال ګټونکې مېرمن
سومیه غلامي په افغانستان کې لومړۍ ښځینه مډال ګټونکې ده. آغلې غلامي ، د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې غړې ، د جنوبي ‏اسیا په لوبو کې د سرو زرو مډال وګاټه. دا تکواندو ښځه لومړۍ میرمن وه چې د تکواندو په سپورت کې له بهرنیو سیالیو څخه ‏زموږ د هیواد لپاره د سرو زرو مډال ګټي.‏

اشتراک با دوستان: این صفحه را از طریق شبکه های اجتماعی با دوستان خود به اشتراک بگذارید.

کلیه حقوق مادی و معنوی این وبسایت محفوظ و متعلق به موسسه فرهنگی و اجتماعی تساوی می باشد.
استقاده از مطالب آن با ذکر منبع بلامانع است.
Design & Developed by: Momtaz Host